ایکناخبري آژانس د سیداتی له قوله راپور راکړ،د ؛شیخه هند بنت مکتوب نومې قرآنی سیالیو د درویشتم پړاؤ نهائي مرحله له ننه په متحده عربی اماراتو کې پيل شوي او ترپنځو روځو پورې به دوام ومومي.د سړیو سیالي په ممزار سیمې کې او د میرمنو سیالۍ هم په د وبۍ کې د میرمنو دغورځنګ په مرکز کې ترسره کیږي.
د دوبی د قرآن دنړیوالې جایزې دترسره کونکي کمیټې مشر او دانسان دوستۍ اوکلتوري چارو کې د دوبئ د حاکم سلاکار ابراهیم محمد بوملحه د انجونو اوهلکانو لپاهر دنهائي مرحلې د قضاؤت د دوو کمیټیو د جوړیدا خبر ورکړ.
بوملحه په دوام کې دهغه رول په قدرونې سره چې ددغه هیواد دقرآن دحفظ له مرکزونو سره په ارتباط کې د سیالیو ادارې لوبولی دی،د مسئولانو د ډيرو هڅو او د هیواد په سویه د قرآن کریم د حفظ د مرکزونو د معرفي کولو اوپه سیالیو کې د ګډون لپاره ئې د دوي د صلاحیّتو دښودلو او دحافظانو دپيژندګلوۍ او معرفی کیدا په باب ددوي د هلوځلو قدرونه او ستاینه وکړه. هغه دغه راز روښانه کړه،د شیخه هند بنت مکتوب نومې قرآني سیالۍ، د قرآني چارو یوهغه اصلي سیالۍ دي چې په ټول کال کې د دوبئ دقرآن کریم د جایزې موسیسې په وسیله ترسره کیږي.
بوملحه زیاته کړې ،دغه سیالۍ د دوبئ د حاکم او ددغه هیواد د لومړی وزیر او د اماراتو د مرستیال مشر شیخ محمد بن راشد ال مکتوم په څارنې سره ترسره کیږي او د قرآن کریم تلاؤت او د هغه پر احکامو عمل کولو ته په اماراتو کې د اوسیدونکو ښاریزو دهڅونې په خاطر ترسره کیږي.